د افغانستان ثبات او بیارغونې لپاره هڅو کې ۵۱۳۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ارشیف

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مصارفو د څارنې ادارې یا سیګار ویلي چې په وروستیو ۱۷کلونو کې د افغانستان د ثبات د تامین او بیا رغونې لپاره په هڅو کې ۵۱۳۵ کسان وژل شوي یا ټپپان شوي دی.

په دې کې ۲۸۴ امریکایان، ملکیان او پوځيان شامل دي.

سیګار نن، د فبرورۍ په ۱۱مه، په رپوټ کې ویلي چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا په پروژو کې تر ۲ زره زیات افغانان وژل شوي دي.

په رپوټ کې لیکل شوي چې دا تلفات له ۲۰۰۲ تر ۲۰۱۸ میلادي کاله چې د افغانستان د بیا رغونې چارې پیل او اوج ته ورسېدې، د وسله والوطالبانو او نورو ډلو په بریدونو کې پېښ شوي دي.

د سېګار په رپوټ کې همدا راز لیکل شوي چې په دې موده کې ۱۱۸۲ تنه برمته شوي یا بې درکه شوي دي.