مسلمیار: مونږ بشپړ اوربند او سوله غواړو

په دې غونډه کې د لغمان والي وویل، شپنیو عملیاتو سرخوږی ورته جوړ کړی.

د افغانستان د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار وایي، اوربند کې کمښت نه بلکې بشپړ اوربند او سوله غواړي.

فضل هادي مسلمیار چې د مشرانو جرګې د یوه پلاوي په مشرۍ تېره ورځ لغمان ته تللی و او د ورځې تر ناوخته یې د ځایي چارواکو او ولسونو سره د دوی د ستونزو په اړه غونډه لرله، وویل چې د افغانستان حکومت د سولې مخالف نه دی، سوله غواړي خو هغه سوله چې باعزته وي.

ښاغلي مسلمیار وویل چې د وسله والو طالبانو دا دریځ چې د افغان ځواکونو پر وړاندې به په خپلو بریدونو او جنګي فعالیتونو کې کمښت راولي، افغان حکومت او خلکو ته د منلو نه دی.

مسلمیار وویل: "مونږ سوله غواړو او د سولې طرفدار یوو، او همدا مو موقف دی کوم چې تاسې وویل، مونږ د کمښت طرفدار نه یوو، مونږ دا نه غواړو چې ته زما شل کسان وژنې نور مې شل مه وژنه لس مې ووژنه، په سر مې مه وله په ګېډه مې ووله یا په ګېډه مې وله په پښو مې وله، کاهش(کمښت)خو دې ته وایي، نو دا کار نه کوو."

په غونډه کې د لغمان والي محمد اصف ننګ که څه هم لغمان ولایت د هغو ولایتونو له ډلې یاد کړ چې نسبي ارام دی خو څه شي چې د ده په خبره سرخوږی ورته جوړ کړی، د شپنیو عملیاتو پرمهال د ملکي خلکو وژل دي.

ښاغلي ننګ وویل چې د افغان ځواکونو د شپنیو عملیاتو پر مهال ملکي وژنې د دې لامل شوي چې د ولایتي ادارې او د لغمان د اوسېدونکو ترمنځ زړه بدوالی پیدا کړي.

لغمان ولایت چې مرکز یې مهترلام دی دمګړۍ پنځه ولسوالۍ لري چې ډېری خلک یې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.