د صنعتي پارکونو بودجه ۶۵۰ میلیونه افغانیو ته لوړه شوې

آرشیف

د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت وايي،د پانګونې د ډېرېدو په موخه د صنعتي پارکونو بودجه له ۱۵۰ میلیونو ۶۵۰ میلیونه افغانیو ته لوړه شوه ده.

د دغه وزارت په رسمي ویبپاڼه کې راغلي چې، دا موضوع تېره ورځ د دغه وزارت له پانګې اچونې د ملاتړ په پنځوسمه غونډه کې مطرحه شوې ده.

خو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګې اچونې خونې ویاند جان‌آقا نوید په هېواد کې د صنعتي پاراکونو د کموالي ستونزو ته په کتو وايي، چې دغه زیاته شوې بودجه د پارکونو لپاره اوس هم بسنه نه کوي.

هغه زیاتوي: "دا یو نیک قدم دی، خو تاسې پوهېږئ افغانستان له دې مخکې زیات صنعتي پارکونه نه درلودل، دا اندازه بودجه بسنه نه کوي، خو یو نیک قدم دی، کېدای شي یو د ځینو پارکونو اړتیاوې پوره کړي."

نوموړي زیاته کړه، افغانستان له کړکېچ نه د یوه تازه راوتلي هېوادو په توګه اړتیا لري، چې په صنعتي پارکونو له دې زیاتې پیسې ولګوي.

دا په داسې حال کې ده چې، یوازې په کابل ښار کې څلور صنعتي پارکونه موجود دي.

هرات، کندز، ننګرهار، بلخ او کندهار هغه ولایتونه دي، چې صنعتي پارکونه لري خو د افغانستان د سوداګرۍ خونې د مسوولینو په خبره چې له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.