ټرمپ: د هوا په تودېدو د کرونا ویروس له منځه ځي

د روغتیا د نړیوال سازمان یوه پرمختللې ډله چې طبي متخصصان په کې شامل دي د دوشنبې په ورځ د کرونا ویروس د خپرېدو په اړه د څېړنو په هدف چین ته رسیدلې ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، تمه لري چې په اپریل کې به د هوا په تودیدو د کرونا ویروس چې تر اوسه یې تر ۹۰۰زیات کسان وژلي ورک شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

ولسمشر ټرمپ د دوشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: "تاسو پوهیږئ، ډیر خلک فکر کوي چې دا به په اپریل کې د هوا په تودیدو له منځه ولاړ شي، معمولاً دا په اپریل کې له منځه ځي."

د امریکا په متحدوه ایالتونو کې پر دې ویروس د ۱۲ کسانو اخته کېدل تایید شوي چې لږ تر لږه ۲ تنه یې له روغتون رخصت شوي دي.

بل خوا د روغتیا د نړیوال سازمان یوه پرمختللې ډله چې طبي متخصصان په کې شامل دي د دوشنبې په ورځ د کرونا ویروس د خپرېدو په اړه د څېړنو په هدف چین ته رسیدلې ده.

دا خبره د روغتیا د نړیوال سازمان مشر ټیډروس اډهانوم ګیبریېسوس د دوشنبې په ورځ په جینوا کې وکړه.

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر ټیډروس اډهانوم ګیبریېسوس

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر چې د جنورۍ د میاشتې په وروستیو کې د چین ولسمشر او د دې هېواد له نورو چارواکو سره د لیدنې لپاره پېکېنک ته تللی و دغه هېواد د یوې څیړونکې ډلې د استولو په اړه له هوکړې وروسته راستون شو.

دې دوه اونۍ وخت ونیوه چې د چین حکومت دې هېواد ته د روغتیا د نړیوال سازمان د څېړونکي ټیم ور استولو ته زړه ښه کړي.

د دې ټیم مشري کاناډايي ډاکتر بروس ایلوارډ کوي چې د بیړني وضیعت متخصص دی.

د روغتیا د نړیوال سازمان د مشر په وینا: "بروس او همکاران به یې له چینايي چارواکو سره یو ځای کار کوي څو ډاډمنه کړي چې موږ د سمو پوښتنو په وړاندې د سمو ځوابونو لپاره په ټیم کې لازم تخصص ولرو."

نوموړې وویل په چین کې تر اوسه پورې په کورونا وایروس د اخته کېدو ۴۰۲۳۵ پېښې تایید شوې چې تر اوسه یې له کبله ۹۰۹ کسان وژل شوي.

همدارنګه د نړۍ په ۲۴ نورو هېوادونو کې پر دې وایروس د ۳۱۹ کسانو اخته کېدل تایید شوي دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د ریس په وینا له چین څخه بهر تر اوسه یو تن دې ویروس وژلی دی.

هغه وویل: "د کرونا ویروس د خپريدو عمومي بڼې بدلون نه دی کړی، تر اوسه په دې ناروغۍ د اخته کېدو په سلو کې ۹۹ پېښې په چین کې دي او ډیرې دا پېښې کمزورې دي،. یوازې په سلو کې دوه یې وژونکي دي چې بې له شکه اوس هم ډېر زیاتې دي. "

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر ټیډروس اډهانوم ګیبریېسوس په تېرو دوو ورځو کې د هغو محدودو پېښو په اړه چې اروپايي چارواکو یې راپور ورکړی دی اندېښنه وښوده او په هغو خلکو کې چې چین ته یې سفر هم نه دی کړی له یو کس څخه بل ته یې د دې ویروس د خپرېدو خبرداری یې ورکړ.

هغه په تېره دوو ورځو کې فرانسې او انګلستان کې د کرونا ویروس دوو پېښو ته په اشارې وویل چې دا کم شمېر پېښې هغه سپرغۍ ته ورته دي چې لوی اور بلولی شي.

نوموړي ټینګار وکړ چې زموږ هدف د دې اور د پراختیا مخنیوی دی.

د روغتیا د نړیوال سازمان ریس پر هېوادونو ټینګار وکړ چې د عامې روغتیا تدابیر جدي کړي څو د ده په وینا د "لویې اور لګیدنې مخنیوي" کې مرسته وکړي.

نوموړې وویل: "دا پیغام ټولې نړۍ ته دی، دا شریک دښمن دی چې موږ یې یوازې هغه مهال ماتولی شو چې په وړاندې یې یوځای اقدام وکړو. "