پولیسو ننګرهار کې لسګونه میله وسلې نیولې

ارشیف

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، هغه لسګونه میلې وسلې یې نیولې چې له پاکستان څخه افغانستان ته راوړل شوې وې.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي د دوشنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل چې دا وسلې په ننګرهار کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې نیول شوې دي.

هغه زیاته کړه: "46 میله بېلابېل ‌ډوله وسلې له مهماتو سره، چې له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق شوې وې، د ننګرهار په دور بابا ولسوالۍ کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي."

ښاغلي رحیمي وویل چې د دې وسلو په تړاو دوه تنه هم د پولیسو له خوا نیول شوې دي.

د ننګرهار په هغو ولسوالیو کې چې ډیورنډ کرښې ته څیرمه پرتې دي، داعش ډله او وسله وال طالبان دواړه فعال دي.

تر اوسه دا څرګنده نه ده چې دا وسلې چاته وړل کېدې.