چین کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمېر له ۱۰۱۶ واوښت

د چین د روغتیا ملي کمېسیون وویل چې یوازې پرون د دغه ویروس له کبله له اته سوه ډېر کسان مړه شول.

د چین چارواکو ویلي، د کرونا ویروس له کبله د مړو شویو کسانو شمېر یوزر او شپاړسو ته پورته شوی.

د چین د روغتیا ملي کمېسیون وویل چې یوازې پرون د دغه ویروس له کبله له اته سوه ډېر کسان مړه شول.

په چین او ۲۴ څلورویشتو نورو هېوادونو کې تراوسه د کرونا ویروس نژدې درې څلویښت زره مثبتې پیښې ثبت شوې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، دا د جدي اندېښنې خبره ده چې په دې ویروس هغه کسان هم اخته شوي چې چین ته نه دي تللي.

اوکراین ویلي، په یوې چارتر الوتکې کې به خپل پنځوس هېوادوال چې په وهان ښار کې دي، کیف ته ولېږدوي.

په همدې حال کې هغه بیړۍ کې چې د جاپان په یوه بندر کې قرنطین شوې او درې زره او ۷ سوه مسافر او عمله په کې سپاره دي، د کرونا د مثبتو پېښو شمېر ۱۳۵ ته رسېدلی دی.