چارواکي: د احتمالي طبیعي پېښو لپاره تدابیر نیول شوي

ارشیف

په افغانستان کې طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت وايي، هغو څو ولایتونو کې یې بېړني تدابیر نیولي چې په کې د سېلابونو د راوتلو خبرداری ورکړل شوی دی.

د دې وزارت ویاند احمد تمیم عظیمي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په لومړي قدم کې یې هرات، غور، بادغیس، ، هلمند، ارزګان، کندهار او زابل مشخص کړي چې ښايي په کې تر نورو مخکې سېلابونه راووځي.

هغه زیاته کړه: "د دې ولایتونو لپاره لازم چمتوالي نیول شوي، د دې ولایتونو اضطراري کمېټو ته نقدې پیسې انتقال شوي، غذايي او غیرغذايي مواد هم ورته استول شوي او عملاً په ګودامونو کې موجود دي. "

په افغانستان کې طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت ویاند زیاته کړه چې پر دې سربېره دوی د افغانستان په شمال، شمال ختیځ، او جنوب ختیځ کې زیانمنونکي ولایتونه په ګوته کړي او په کې یې د احتمالي سېلابونو د راوتلو وخت او د زیان کچه هم اټکل کړې.

د دوی په وینا دغو پېښو پر وړاندې یې د چمتوالی یو پلان جوړ کړی چې په همدې اونۍ کې به بشپړ شي.

په افغانستان کې هر کال د هوا په تودېدو د بارانونو اورښت او د واورو ویلي کېدل د سخت سېلابونو سبب کېږي چې ډېره کله خلکو ته د سرو مال زیان اړوي.