د ناټو دفاع وزیران د افغانستان د سولې او امنیت په اړه خبرې کوي

په بروکسل کې د ناټو مرکزي دفتر

د ناټو او د دې تړون د شریکو هېوادونو دفاع وزیران به د سولې د هلوځلو او په افغانستان کې د امنیت د ټینګېدو په اړه پر خپلو ژمنو خبرې وکړي.

دوی به د روانې فبرورۍ په دوولسمه او دیارلسمه، یعنې د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو د بلجیم په مرکز بروکسل کې سره وویني.

د ناټو د سرمنشي د ویاند مرستیال پییرز کازالي د غونډې په درشل کې ازادي راډیو ته وویل: "له سختو شرایطو سربېره، افغان ځواکونه پیاوړي شوي دي او دوی د سولې په راوستو کې مرسته کوي، موږ د جګړې پای ته رسېدو او د سولې راوستو لپاره د متحده ایالتونو د هڅو ملاتړ کوو."

د ناټو د سرمنشي د ویاند مرستیال پییرز کازالي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحدوایالتونو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د قطر په دوحې کې د طالبانو له استازو سره تر ۱۰ ځله زیات کتلي چې په افغانستان کې د امریکا د اتلس کلنې جګړې د پای ته رسېدو لپاره د حل لار ومومي، خو تر اوسه پورې دواړه خواوې موافقې ته نه دي رسېدلي او د خبرو نتیجه معلومه نه ده.

قطر کې د طالبانو او امریکایانو پلاوي د خبرو پرمهال. March 12, 2019

په لندن کې مېشت افغان شنونکي سمیع یوسفزي ازادي راډیو ته وویل چې د دواړو لورو تر منځ اعتماد جوړونې ته اړتیا ده.

په لندن کې مېشت سیاسي شنونکی سمیع یوسفزی

هغه زیاته کړه: " امریکایان په دې باور دي چې طالبانو یو داسې قوت دی چې په مشکله به سیاسي حل لارې ته حاضر شي چې په دې کې د افغانستان د خلکو خواهشات او د اوسنۍ نړۍ د ډیموکراسۍ غوښتنه تضمین شي، په همدې حال کې طالبان فکر کوي چې ګنې امریکایان ورسره لوبه کوي، له همدې امله فکر کوم چې په منځ کې د نظر جدي تفاوت موجود دی. "

له پروګرام سره سم، د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ به د سې شنبې په ورځ (د فبرورۍ ۱۱) له غونډې مخکې له خبریالانو سره خبرې وکړي.

دا په لندن کې د ۲۰۱۹ کال د ډېسېمبر په میاشت کې د ناټو له سرمشریزې وروسته د ناټو د وزیرانو لومړنۍ غونډه ده چې اوس په بروکسل کې کېږي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ

په ډېسېمبر کې سټولټنبرګ له طالبانو غوښتي و چې له کلکې او جدي ارادې سره خبرو ته حاضر شي.

طالبانو ته د ده پیغام دا و چې هېڅکله به له پوځي لارې بریالي نه شي.

د ناټو له دې ډول غوښتنو سره سره طالبانو له افغان او نړیوالو ځواکونو سره جګړې ته دوام ورکړی او په ځلونو یې د افغانستان له حکومت سره له خبرو انکار کړی دی.

د امریکا دفاع وزارت په خپل تازه راپور کې ویلي چې د ۲۰۱۹ میلادي کال د جون د میاشتې له لومړۍ څخه د همدې کال د اکټوبر تر پایه پورې دښمن "د افغانستان د دولت وسله والو مخالفانو" تر ۶ زره ډېرې حملې کړي وې.

په دې راپور کې وړم کال ته اشاره شوې او ویل شوي چې د ۲۰۱۸ میلادي کال تقریباً په ورته موده کې تر ۵ زره ډېر بریدونه شوي وو.

ټاکل شوې ده چې په دې ناسته کې د افغانستان سرپرست دفاع وزیر اسدالله خالد په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر، په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی نیکولاس کې او همداراز د ملګروملتو، اروپايي اتحادیې او نړیوال بانک استازي ګډون وکړي.

د افغانستان سرپرست دفاع وزیر اسدالله خالد

ناټو حاضر دمه په افغانستان کې نږدې ۱۷ زره پوځیان لري چې اکثره یې امریکایان دي.

د دغو ځواکونو لویه برخه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په روزلو بوخته ده.

د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې په دُرشل کې د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ په ننګرهار کې لږترلږه دوه امریکايي پوځیان ووژل شول او ۶ نور ژوبل شول.

د امریکا پوځ وویل، د لومړنیو راپورونو پر اساس حمله کوونکي د افغان ملي اردو یونېفورم اغوستی و.

داعش او طالبان دواړه د ننګرهار ولایت په یو شمېر سیمو کې فعال دي.

پر امریکايي پوځیانو د شنبې ورځې د دې برید مسوولیت تراوسه پورې کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

وبه کتل شي چې د بروکسل په راروانه غونډه کې د دې پېښې اغېز څه دی.

عام افغانان، چې له دې اوږدې جګړې سخت زیانمن شوي، هیله لري چې اوربند وشي، خو دا لا نه ده معلومه چې کله به اوربند شی.