افغان حکومت له سریلانکا هېواد سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوايي دهلېز د جوړېدو غوښتنه وکړه.
د افغانستان مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي د دوشنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، د مالیې وزارت سرپرست، د سریلانکا هېواد له ولسمشر سره د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د مستقیم هوایي دهلېز پر جوړېدو چې هره اوونۍ به مسافر او سوداګریز توکي ولېږدوي، ټینګار وکړ.
ښاغلي مسجدي زیاته کړه، د هوايي دهلېز تر جوړېدو وروسته به له دغه دهلېز تازه او وچه مېوه، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې او ځیني کاني کم پیدا خاورین توکي هغه هېواد ته صادر شي.
ښاغلي مسجدي وویل چې دواړه هېوادونه به دغهشان د تورېزم، لوړو زدهکړو او په نورو اړینو برخو کې له یو بل سره همکاري وکړي.