ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون خپلې پرېکړې ټاکنو کمېسیون ته وسپارلې

ارشیف، د ټاکنو کمېسیون کارکوونکي د رأی شمېرنې پر مهال.

ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون خپلې پرېکړې ټاکنو کمېسیون ته وسپارلې.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، د ټاکنیزو شکایتونو له لوري د عملیاتي پلان د جوړولو په اړه پرېکړې ورسره شریکې شوې.

د دغه کمېسیون ویاند ذبیح‌الله سادات نن ازادي راډيو ته وویل چې دوی به له دې وروسته کار کوي چې دغه پرېکړې تحلیل او تجزیه او بالاخره د هغو محلونو د رایو بیا شمېرنې ته عملیاتي پلان جوړ کړي چې پرې نیوکې دي.

له دې سره پر ټاکنو د څار یو شمېر بنسټونه وایي چې دواړه کمېسیونونه دې باید په همغږۍ ژر تر ژره د دې بهیر د لاچټکتیا لپاره کار وکړي.