په چین کې د کرونا له امله د مړو شمېر ۹۰۸ تنو ته ورسېد

په چین کې یو روغتون

د چین چارواکي وايي، په دې هېواد د کې د کرونا ویروس له کبله د وژل شویو شمېر ۹۰۸ کسانو ته لوړ شو.

په چین کې د کرونا ویروس ډېری مثبتې پيښې په هوبای ایالت کې دي.

۹۱ کسان په دې ایالت کې په کرونا ویروس اخته شوي دي.

دا هغه ځای دی چې لومړی ځل په ډسېمبر میاشت کې دا ویروس ولیدل شو.

په ټوله نړۍ کې چې ډېری یې په چین کې دي، ۴۰۱۷۱ مثبتې پيښې لیدل شوي.

له چینه د باندې په ۲۴ هېوادونو کې درې سوه پېښې تائيد شوي.

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې په دغو کسانو کې یو مړ شوی دی.

چین له انتقاد سره مخامخ شوی چې په لومړي سر کې يې د دې ویروس مخه سمه ونه نیوله په ځانګړې توګه کله چې هغه ډاکتر له همدې ویروسه مړ شو چې د ویروس په اړه یې خبرداری ورکړی وو.

د ووهان په روغتون کې ۳۴ کلن ډاکتر لي وین لیانګ په دې ویروس اخته او د تیرې جمعې په ورځ مړ شو.

ده ویلي وو چې د ووهان پولیسو یوه میاشت مخکې نیولی وو چې ولې د مرګوني ویروس په اړه اوازې خپروي.

د چین حکومت بشپړه ښارونه قرنطین کړي چې دا ویروس نور هم خپور نشي.

د چین د هوبای ایالت ښوونځي به د مارچ تر لومړۍ نېټې تړلي وي.

د ټي بي ایس تلویزیون د راپور له مخې جاپان په قرنطین شوې بیړۍ کې د کرونا ویروس ۱۳۰ مثبتې پيښې ثبت کړي.

د اوکراین د روغتیا وزارت وايي، پرون د یکشنبې په ورځ له دې بیړۍ یو اوکراینی چې په کرونا ویروس اخته شوی و، راوېستل شوی او په ځايي روغتون کې بستر شوی دی.

دی به لږ تر لږه ۱۴ ورځې په یوه جلا خونه کې ساتل کېږي.

دا بېړۍ به په جاپان کې قرنطین پاتې وي.

یوه بله بیړۍ چې په هانګ کانګ کې له تېرو څلورو ورځو راهيسې درول شوې وه، نن يې مسافرو ته د وتلو اجازه ورکړل شوه.