دوحه کې د خلیل‌زاد، طالب پلاوي او د قطر د بهرنیو چارو وزیر خبرې

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی

په قطر کې د طالبانو سياسي دفتر وايي تېر ماښام د دوى څو غړو د قطر د بهرنيو چارو له وزير او زلمي خليل‌زاد سره خبرې کړې دي.

د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين تېره شپه په ټويټر کې ليکلي چې د طالبانو په هيئت کې ملا برادر، ملا محمد فاضل مظلوم، ملا خير الله خيرخواه او امير خان متقي شامل وو.

شاهين ليکلي چې په دې کتنه کې د مذاکرو پر نتايجو او نورو اقداماتو بحث شوى دى، په دې اړه‌يې نور جزئيات نه‌دي ورکړي.

زلمى خليل‌زاد چې د سولې په مذاکرو کې د امريکايي هيئت مشري کوي، د تېر ماښام د کتنې په اړه څه نه‌دي ويلي.

خليل‌زاد تېره اوونۍ په کابل کې له ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله او نورو سياستوالو سره خبرې وکړې.

په کابل کې د امريکا سفارت د تېرې اوونۍ د يکشنبې په ورځ په يوه اعلاميه کې ويلي وو: "ښاغلي خلیل‌زاد په دغو کتنو کې پر دې ټینګار وکړ چې افغانان باید د ټول‌شموله مذاکراتي ټیم پر تشکیل او د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو لپاره پر چمتووالي خپل تمرکز ته دوام ورکړي."