بدخشان کې څه باندې یو لک ماشومان له پولیو واکسین محروم شوي

یو واکسیناتور ماشومانو ته د واکسین ورکولو پر مهال.

د بدخشان سيمه‌ییز چارواکي وايي چې څه باندې یو لک ماشومان د سختو واورو د اورښت او د لارو د بندېدو په خاطر د ګوزڼ ضد یا پولیو له واکسینه محرومه شوي.

د بدخشان د عامې روغتیا رئیس ډاکتر محمد نور خاوري ازادي راډیو ته وویل چې د پولیو واکسین په ۴ کلنۍ دوره کې د بدخشان له ۲۷ ولسوالیو یوازې په ۱۹ کې شاوخوا ۲ لکه ماشومان واکسین شول.

هغه زیاته کړه: "دلیل‌یې چې ځینو ولسوالیو کې ماشومان واکسین شوي او په ځینو نورو کې پاتې دي یوازې او یوازې سړه هوا او د واورو ستونزه ده. ۲ لکه ماشومان مو واکسین کړل او هڅه کوو ۱۰ نورو ولسوالیو کې هم واکسین تطبیق کړو."

د بدخشان د هغو ۱۰ ولسوالیو اوسېدونکي چې ماشومان‌یې له واکسین بې‌برخې شوي اندېښنه ښيي.

په بدخشان کې د ماشومانو وضعیت ښه نه‌ښودل کېږي.

یوازې دوو تېرو اوونیو کې د یمګان په ولسوالۍ کې څه باندې ۲۰ تنه ماشومان د سینه‌وبغل او سرخکان له امله مړه شوي.