د حراست او ثبات شورا: د ټاکنو پایلې دې په قانوني او بې طرفي توګه اعلان شي

آرشیف

د افغانستان د حراست او ثبات شورا په ټاکنیزو کمېسیونونو غږ کوي چې د بې طرفۍ د اصول په پام کې نیولو سره د ټاکنو پایلې ژر اعلان کړي.

د افغانستان د حراست او ثبات شورا وايي، د ټاکنو د پایلو نه اعلان په ټولو چارو سیوری غوړولی.

د دغې شورا ویاند مسعود ترشتوال د یکشنبې په ورځ د یوې خبري ناستې پرمهال وویل، د ټاکنو پایلې باید ډېر ژر او په پوره بې طرفۍ اعلان شي.

هغه زیاته کړه: "مونږ د شکایونو کمېسیون څخه غوښتنه کوو چې د قانون په اساس او د عدالت اصل په پام کې نیولو سره خپله ورستۍ پرېکړه وکړي او له ښکېلو اړخونو څخه هم غواړو چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له لوري د قانون په اساس چې کومه پرېکړه اعلانېږي باید ورته غاړه کېږدي."

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې د روان لمریز کال د میزان په شپږمه نېټه ترسره شوه خو تر اوسه چې د دې ټاکنو څخه نږدې ۵ میاشتې په تېرېدو دي لا یې هم ورستۍ پایلې نه دي اعلان شوې.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون یو ویاند ذبیح الله سادات د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل،چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون تر اوسه ورته په رسمي خپل پرېکړه نه ده سپارلې.

د ټاکنو کمېسیون یو ویاند ذبیح سادات

هغه زیاتوي: "د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون تر اوسه پوري خپلې پریکړې مونږ سره نه دي شریکې کړي، کله چې دا پرېکړې ورسېږي کمېسیون پرې کار کوي، څو معلوم کړي چې کوم محلونه بیا شمېرنې ته اړتیا لري."

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د تیرې چهارشنبې په ورځ ډېری پرېکړې د هغه ۳ سوه زره جنجالي رایو په اړه وي چې د میزان په شپږمه کارول شوې وې وکړې.

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون ویاندې زرمینې حقجو بیا د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل،چې د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون به ډير ژر خپله وروستۍ پریکړه په رسمي ډول د ټاکنو خپلواک کمېسیون سره شریکه کړي.

خو نوموړې تېره ورځ ازادي راديو ته ویلي وه چې دوی د شنبې د ورځې تر پایه د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته خپل پرېکړه سپاري.

په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ اجراییوی رئیس یوسف رشید بیا وايي، که چېرې وضعیت دغه شان دوام وکړي دا به یوه میاشت نور وخت ونیسي او د دې ټول مسوولیت به د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون متوجه وي.