جوبایډن ته د ارګ ځواب: تاریخ د افغانانو د یووالي شاهد دی

ارګ

ولسمشرۍ ماڼۍ د جوبایډن د څرګندونو په غبرګون کې وایي چې افغانان تل متحد او یو ملت وو.

د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ ټاکنو ته د ډیموکرات ګوند احتمالي نوماند او د پخواني ولسمشر د مرستیال جوبایډن دا څرګندونې چې ګوندې د افغانستان متحد کول ممکن نه دي په دې هېواد کې تند غبرګونونه را پارولي دي.

ولسمشر ماڼۍ وایي چې افغانان تل یو ملت وو او تاریخ د دې خبرې شاهد دی.

د ولسمشرۍ مانۍ د ویاند مرستیاله درانۍ وزیري

د ولسمشر مرستیاله ویانده درانۍ وزیري په دې اړه د یکشنبې په ورځ آزادي رادیو ته وویل: "مونږ د دې لپاره چې خپل یووالی په حساسو شرایط او د تاریخ په اوږدو کې وساتو تل د افغانستان د دښمنانو پر وړاندې د یوه واحد ملت په توګه درېدلي یو او په راتلونکې کې به هم د یو بل ترڅنګ ودرېږو."

په ورته وخت کې په عامه او ستراتژیکو چارو کې د ولسمشر سلا کار وحید عمر د ښاغلي پر خپل ټویټر پاڼه د امریکا له مرستو مننه کړې خو د بایډن د خبرو په غبرګون کې یې ویلي: "مونږ اړتیا نه لرو چې تاسې مونږ ته ملت جوړ کړئ ځکه چې مونږ له پیړیو راهیسې یو ملت یوو."

د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو ته د ډیموکرات ګوند احتمالي کاندید او د هغه هېواد د پخواني ولسمشر مرستیال جوبایډن د شنبه په ورځ د (سی،بي،ایس) ټلویزیون کې د ۲۰۲۰ میلادی کال د نوماندانو په یوه مناظره کې ویلي چې د افغانستان متحد کول امکان نه لري.

هغه ویلي دي: "د افغانستان په اړه باید ووایم چې زه د ملت جوړولو له مفکورې سره په بشپړه توګه مخالف یم، یوازینی کار چې مونږ یې باید په هغه سیمه کې وکړو له تروریزم سره مبارزه ده."

امریکا ولسمشرۍ ټاکنو ته ډیموکراټانو احتمالي نوماند جوبایډن.

بایډن همدا راز ویلي چې د یوه سناتور او د پخواني ولسمشر د مرستیال په توګه یې د افغانستان ټولو برخو ته سفرونه کړي او هغه څه چې ممکن دي هغه دا دي چې ولیدل شي هغوی (تروریستان) له سیمې پر امریکا د بریدونو د ترسره کولو وړتیا نه لري.

په همدې حال کې د مشرانو جرګې د نړیوالو چارو د کمیسیون مشراحمد جاوید رووف وایي افغانانو د خپل دښمن پر وړاندې تل خپل یو والی ساتلی دی.

هغه زیاتوي: "افغانستان یو پیاوړی او لوی ملت دی او نړۍ ته یې ټکان ورکړی، ټولو لوی ځواکونه لکه انګلیس، پخواني شوروي اتحاد او امریکا دلته زور آزمویلی او ماتې یې خوړلې، افغانان تل د دښمن پر ضد مبارزه کې سره متحد وو."

د جوبایډن دې څرګندونو په ټولنیزو شبکو کې هم تند غبرګونه را پارولي دي او د دې شبکو ډیرو کارونکو د هغه خبرې رد کړي او ویلي یی دي چې افغانان یو ملت او سره متحد دي.