د ارزګان ځینې خبریالان: حکومتي ادارې پر خپل وخت معلومات نه ورکوي

ارشیف

ارزګان کې میشت د سیمه ییزو او نړیوالو رسنیو ځینې خبریالان ادعا کوي، چې سیمه ییزې په ځانګړي ډول امنیتي ادارې په خپل وخت ورسره معلومات نه شریکوي.

دوی زیاتوي ډېر ځله چې یو پېښه کېږي د چارواکو د معلوماتو د نه ورکولو له امله اړ دي چې له یو شمېر غیر مسوولو سرچینو معلومات واخلي چې ډېر کره نه وي او وروسته بیا ستونزې ورته جوړوي.

خبریال احسان الله ولسمل ازادي راډيو ته وویل کله چې د چارواکو د سترګو پر وړاندې هم کوم پېښه رامنځته کېږي په یوه او بله بهانه ځان پټوي او نه غواړي له رسنیو سره معلومات شریک کړي.

له دې سره د خبریالانو د خونديتوب د کمېټې مسؤلین هم د ارزګان میشتو خبریالانو دا ادعاوې تائيدوي.

په ارزګان کې د افغان خبریالانو د خونديتوب د کمیټې مسؤل نجیب الله لطیف ازادي راډيو ته وویل، دې چارې خلک پر رسنیو او حکومت بي باوره کړي هم دي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د امنیې قوماندانۍ، ملي امنیت او څلورمې لوا له مسؤلینو سره خبرې وکړو خو یو شمېر مو اړیکه ځواب نه کړه او ځینو بیا له خبرو کولو ډډه وکړه.

د ارزګان ولایت مقام مسؤلین هم دا ستونزه مني خو وايي، اوس د ولایتي ادارې اړیکې له رسنیو سره ښې شوې دي.