چین د کرونا ویروس له امله د مړو شمېر له ۸۰۰ واوښت

په چین کې ۳۷ زره ۱۹۳ تنه په کرونا ویروس اخته شوي دي.

په چین کې په کرونا ویروس د مړو شویو کسانو شمېر تر ۸۰۰ واوښت.

د چین د رروغتیا ملي کمېسیون نن یکشنبه وویل چې د هوبي په مرکزي ولایت کې پرون ۸۹ تنه نور په دې ناروغۍ مړه شول چې دا په یوه ورځ کې په دې ویروس تر ټولو زیاته مړینه بلل کېږي.

د دې کمېسیون په وینا د دغو کسانو له مړینې سره په چین کې پر کرونا ویروس د مړو شویو کسانو شمېر ۸۱۱ تنو ته ورسېد چې دا د ۲۰۰۲ میلادي کال په مارچ کې د سارس په ناروغۍ تر مړو شویو کسانو ډېر دی.

د سارس په ویروس چې کرونا ویروسو ته ورته والی لري، ۷۷۴ تنه مړه شوي وو.

په چین کې ۳۷ زره ۱۹۳ تنه په کرونا ویروس اخته شوي دي.