هرات کې د ځینو پانګوالو شکایت

د هرات ښار یوه څنډه.10 Dec 2018

د هرات ولایت یو شمېر پانګوال په صنعتي پارکونو کې د زیربنا او ځمکو له لوړېدو شکایت کوي.

د هرات ولایت د صنعت او کانونو خونې رئیس حمید الله خادم نن ازادي راډيو ته وویل، تېر کال په صنعتي پارکونو کې د یو جریب ځمکې بیه ۶۵ زر افغانۍ وه، خو اوس یې بیه ۳۰ زره افغانۍ نوره هم لوړه شوې ده.

ښاغلي خادم زیاتوي، په دې کار سره، په دغه ولایت کې پانګونې ته د پانګوالو لیوالتیا کمه شوې ده.

هغه زیاته کړه: "بیې ډېرې غیر عادلانه لوړې شوې، په حقیقت کې له پانګوالو یې د پانګونې انګېزه اخیستې، هیله لرو چې په دې برخه کې پام وشي."

د ښاغلي خادم په وینا دغو پانګوالو غوښتل، چې د خوراکي توکو ، ساختماني محصولاتو ، د موټرو د پروزو، د مرمرو ډبرو پروسس، د فلزاتو د ویلې کېدو او کرنیزو محصولاتو د تولید په برخه کې پانګونه وکړي.

حمید الله خادم وايي، چې دوی څو ځله دغه ستونزه له حکومت سره شریکه کړې، خو په دې برخه کې هیڅ اقدام نه دی کړی.

هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د حکومت د اړوندو ارګانونو نظر هم را واخلو خو څوک خبرو کولو ته حاضر نه شول.