د افغانستان بانک نن ۳۰ میلیونه ډالر لیلام کړل

د افغانستان بانک

د افغانستان بانک په بازارونو کې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د نرخونو ثابت ساتلو لپاره نن ۳۰ میلیونه ډالر لیلام کړل.

د افغانستان بانک ویاند شریف الله شګیوال نن ازادي راډیو ته وویل، چې له دغه لیلام نه یې هدف د ملي پروژو د پلي کېدو لپاره په بانکونو کې د افغانیو زیرمه کول او د بیو کنټرول دی.

ښاغلي شګیوال زیاته کړه، دا چې پراختیايي او مالیاتي پروګرامونه په ښه توګه پلي شي، نو حکومت له بازراونو یو اندازه افغانۍ راټولوي څو لنډ مهالي او اوږدمهالي پروګرامونه پرې بشپړ کړي.

د نوموړي په خبره، د افغانستان بانک بهرني اسعار هر وخت د اړتیا پر مهال لیلاموي.