امریکا کې ۲ لوړپوړي چارواکي له دندو ګوښه شوي

ګوښه شوی چارواکی الکساندر وینډمن

د امریکا د متحد ایالتونو دوه جګپوړي چارواکي وروسته تر دې له دندو ګوښه شول چې دوی په سنا کې د ولسمشر د استیضاح د محکمې پرمهال شاهدي ورکړې وه.

الکساندر وینډمن چې د ولسمشر ټرمپ او د اوکراین د ولسمشر ترمنځ یې د ټیلیفوني مکالمې شاهدي ورکړې وه، پرون د امریکا د ملي امنیت په شورا کې د اوکراین د چارو د متخصص په توګه له دندې ګوښه شو.

د وینډمن مدافع وکیل وویل چې دا یو انتقام و چې واخیستل شو.

په ورته وخت کې ګورډن سونډلاند چې په اروپایي ټولنه کې د امریکا سفیر دی، ویلي دي چې ده ته ویل شوې دي چې بیرته امریکا ته ورشي.

ګورډن سولاند هم په استازیو جرګه کې د ټرمپ پرضد شهادت ورکړی و.

د امریکا په سنا کې د چهارشنبې په ورځ ولسمشر ټرمپ له لګیدلو تورونو برائت ترلاسه کړ.