ټاکنو کمېسیون: د شکایتونو کمېسیون پرېکړې به عملي شي

ارشیف

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې دوی د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسون د پرېکړو هرکلی کوي او پرېکړې به یې عملي کړي.

خو د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند ذبیح الله سادات پرون، د فبرورۍ په ۷مه، ازادي راډیوته وویل چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون لا رسماً خپل پرېکړه لیک دوي ته نه دی ور استولی.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ازادي راډیو ته ویلي و چې خپلې پرېکړې به د پنج شنبې په ورځ کمېسون ته ور استوي، خو د ټاکنو د خپلواک کمېسون ویاند وویل چې دوی ته لا نه دي ور رسېدلې.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وویل چې کله د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون پرېکړې رسماً ور ورسېږي، د جنجالي شوو راییو د بیا ګڼلو بهیر به پېل کړي.

سادات وویل چې دوی مخکې له مخکې نه شي ویلی چې د بیا شمېرنې پروسه به څومره وخت ونیسي.

د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنې د میزان په ۶مه وې.