پراګ کې یوه څلور لارې د روسیې د مخالفت سیاستوال په نامه کېږي

پراګ کې د روسیې سفارت مخامخ څلور لارې د روسیې د مخالفت سیاستوال بوریس نیمڅوف په نامه کېږي.

د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې به د روسیې سفارت ته مخامخ څلور لارې په روسیه کې د حکومت د مخالف سیاستوال بوریس نېمڅوف په نامه شي.

بوریس نېمڅوف پینځه کاله وړاندې، د فبرورۍ په ۲۷مه نېټه په مسکو کې کرېملن ته نږدې ووژل شو.

د چک جمهوریت رسنیو پرون، د فبرورۍ په ۷مه، خبر ورکړ چې د روسیې سفارت مخامخ څلور لارې به د نیموڅوف د قتل د پینځم تلین په ورځ رسماً د هغه په نامه شي.

د پراګ په ښاري شورا کې غړو ګوندونو د دې حرکت ملاتړ کړی دی.

په واشنګټن کې د ۲۰۱۸ میلادي کال په فبرورۍ میاشت کې د روسیې د سفارت مخامخ د بوریس نیموڅوف پلازا رسماً پرانیستل شوه.

بوریس نیمڅوف د روسیې د ولسمشر ولادیمیرپوتین له سختو منتقدانو و .