هنګري د لسګونو پناه غوښتونکو پر مخ دروازې پرانیستې

ارشیف

د هنګري چارواکو د هغو لسګونو پناه غوښتونکو پر مخ دروازې پرانیستې چې د سربیا او هنګري پر پوله یې شپې ورځې تېرولې.

د هنګري پولیسو نن وویل چې د تومپا د سړک لاره یې بېرته پرانیستې ده.

په دغو پناه غوښتونکو کې افغانان هم شامل دي.

دوی د ژمي په سړه هوا کې اروپا ته د رسېدو لپاره د هنګري تر پولو ځانونه رسولي و.

دوی چارواکو ته زارۍ کولې او هنګري اړه شوه چې خپلې دروازې پرانیزي.

لسګونو پناه غوښتونکي د پنجشنبې په ورځ د هنګري تر پولې رسېدلي و.

هنګري لومړی د دوی پر مخ دروازه تړلې وه خو دوی خپل غږ پورته کړ چې دروازې ورته پرانیستل شي.

هنګري چې د اروپايي ټولنې سرحد په کې تېرېږي، پر خپلو ۱۷۵ کیلومتره پولو باندې سیمي دیوالونه لګولي چې د پناه غوښتونکو د ورتلو مخه ونیسي.

د هنګري چارواکو ویلي چې په جنوري کې نږدې درې نیم زره کسانو له سرحده د اوښتو هڅې کړي.