امریکا: یمن کې د القاعده شبکې مشر وژل شوی

قاسم الریمي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې امریکا په یمن کې د تروریزم پر ضد د عملیاتو پر مهال د عرب ټاپووزمې لپاره د القاعده شبکې مشر وژلی دی.

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د قاسم الریمي وژل کېدل به دا ترهګره ډله ضعیفه کړي.

خو ده ونه ویل چې ریمي څه وخت وژل شوی دی.

ولسمشر ټرمپ زیاته کړه چې د ریمي په مشرۍ په عرب ټاپووزمه کې د القاعده شبکې څانګې په یمن کې پر ملکیانو نه بخښل کېدونکي ظلمونه کړي او د هڅه يې کوله پر امریکا او د دې هیواد پر ځواکونو حمله وکړي.

قاسم الریمي په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د ناصر الوحیشي ځای ناستی شوی وو.

وحيشي هغه کال د امریکا د بې پيلوټه الوتکې په حمله کې وژل شوی وو.

په عرب ټاپووزمه کې د القاعده نوي مشر ریمي د ۲۰۱۵ میلادي کال په جولای میاشت کې پر امریکا د حملو غوښتنه کړې وه.