یوې مسافر وړونکې الوتکې سوریه کې بېړنۍ ناسته کړې

نږدې وه چې دغه الوتکه د سوریې هوايي دفاعي ځواک یې هدف وګرځوي.

یوه مسافر وړونکې الوتکه چې ۱۷۲ مسافر پکې سپاره وو، د سوریې په حمیمم هوايي ډګر کې بیړنۍ ناسته کړې ده.

نږدې وه چې دغه الوتکه د سوریې هوايي دفاعي ځواک یې هدف وګرځوي.

دا هوايي اډه د سوریې په لاذقیه ولایت کې د روسي ځواکونو تر کنټرول لاندې ده.

د روسیې خبري اژانسونو د دې هېواد د دفاع وزارت د ویاند ایګور کناشینکوف له قوله راپور ورکړی چې وايي، د سوريې هوايي دفاعي ځواکونو هڅه کوله چې دمشق ته نږدې د اسرائيل حمله دفع کړي.

د ده په وینا، د اسرايل F16 جټ الوتکو د سپېدو له دوو بجو وروسته پرته له دې چې د سوريې هوايي حریم ته ننوځي، د دمشق ښار د حومه سیمې پر لور له مځکې هوا ته اته راکټونه وویشتل.

کناشینکوف وویل چې یاده مسافر وړونکې الوتکه چې له تهرانه دمشق ته روانه وه د برید پر مهال کیناسته.

تر اوسه نه دي ویل شوي چې دا الوتکه د کومو هوايي لیکو سره تړاو لري.