د جاپان په قرنطین شوې بیړۍ کې د کرونا ویروس ۴۱ پيښې ثبت شوي

صدراعظم شینزو ابي ویلي چې جاپان به د بلې بیړۍ بهرنیو مسافرو ته د ورتلو اجازه ورنه کړي.

جاپان نن په قرنطین شوې بیړۍ کې د کرونا ویروس ۴۱ نوې پيښې ثبت کړي.

په همدې حال کې په چین کې د دې ویروس له کبله د وژل شویو شمېر ۶۳۶ ته لوړ شو.

په ویروس اخته مړو شویو کې هغه ډاکتر هم شامل دی چې د دې ناروغۍ په اړه یې په لومړي سر کې خلکو ته خبرداری ورکړی و.

تر ۴۱ تائید شویو پيښو مخکې شل مسافر ټوکیو ته نږدې له دې بیړۍ و ایستل شول.

شا او خوا درې زره اووه سوه کسان په دې بیړۍ کې بند پاته دي.

صدراعظم شینزو ابي ویلي چې جاپان به د بلې بیړۍ بهرنیو مسافرو ته د ورتلو اجازه ورنه کړي، دا ځکه چې په یوه بله بیړۍ کې چې له هانګ کانګ څخه د جاپان پر لور روانه ده، په ویروس د احتمالي اخته شویو خبر ورغلی.

ابي ویلي چې دا پالیسي به سر له ننه عملي شي.

د ووهان په روغتون کې ډاکتر لي وین لیانګ هم په دې ویروس اخته شو او نن وختي مړ شو.

ده ویلي وو چې د ووهان پولیسو یوه میاشت مخکې نیولی و چې ولې د مرګوني ویروس په اړه اوازې خپروي.