زابل او کندز کې د سولې په ملاتړ لاریونونه کېږي

ارشیف

د سولې د ولسي حرکت غړي به نن د فبرورۍ ۷مه، په زابل او کندز کې لاریونونه وکړي.

د سولې د ولسي حرکت ویاند، بسم الله وطندوست پرون ازادي راډیوته وویل چې دوي اوربند غواړي.

بسم الله وطندوست وویل: "د سولې د ولسي حرکت غړي به په دوو ولایتونو، کندز او زابل کې لاریونونه وکړي، د افغانستان په جګړه کې له ښکېلو خواوو اوربند وغواړی، موږ باید چې تردې زیات په جګړه کې ونه وژل شو، له خلکو غواړو چې غږ اوچت کړي."

د سولې ولسي حرکت په ۲۰۱۸ میلادي کال کې په لښکر ګاه کې د نوروز په مېله کې تر خونړۍ حملې وروسته پېل شو.

د دې حرکت غړي لڅې پښې تقریباً په ټول افغانستان کې ګرځېدلي او د جګړې د پای ته رسېدو غوښتنه یې کړې ده.