ډونالډ ټرمپ د ځان استیضاح ستر مصیبت بللی

ټرمپ د امریکا په سنا کې د وینا پرمهال.

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ځان د استیضاح بحث زښت ستر مصیبت بللی او ژمنه یې کړې چې هغه څه به چې د ده پر وړاندې وشول نه تکرارېږي.

ډونالډ ټرمپ، پرون فبرورۍ په ۶مه، له واشنګټنه په وینا کې تور پورې کړ چې یو شمېر بې ایمانه او په فساد کې ښکېلو کسانو د یوې جعلي دسیسې په مرسته له قدرته د هغه د لرې کولو هڅه وکړه.

ډونالډ ټرمپ د ځان استیضاح په اړه بحثونو ته په اشاره کې وویل چې د امریکا ولس یې خوابدی کړی او یو شمېر کسانو په داسې هڅو څرګنده کړې چې د ځان ګټې ته دخلکو او امریکا پر ګټه لومړیتوب ورکوي.

ډونالډ ټرمپ وویل: "ستاسو ګران هېواد او ولسمشر یو شمېر کسانو چې صداقت نه لري او فاسد دي په سخت مصیبت کې اچولي وو، هغوی هره هڅه وکړه چې موږ برباد کړي، په دې کار یې زموږ ولس ډېر خوږ کړ، هغوی پوهېږي چې ناسم کار کوي، خو هغوي ځان زموږ پر ګران هېواد مخکې ګڼي، څو اونۍ مخکې او پرون بیا زموږ زړه ورو جمهوري غوښتونکو سیاسي مشرانو دا پوه، قوت او جرئت څرګند کړ او هغه کار یې وکړ چې د ټولو خلکو له نظره سم دی.

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا د کانګرس د سنا مجلس د تېرې چهارشنبې په ورځ په قانون کې د ولسمشر د استیضاح پر ماده رایې ګیري وکړه .

په سنا کې اکثریت د جمهوري غوښتونکو دی.

د سنا غړو په قانون کې د ولسمشر د استیضاح د مادې پر دې بند چې که یو ولسمشر له قدرته سو استفاده کوي باید استیضاح شي، رایې واچولې او ۵۲ کسانو ډونالډ ټرمپ په پلوي رایه ورکړه او هغه ته یې برائت ورکړ.

پر دې مورد ۴۸ مخالفې رایې واچول شوې.

ډونالډ ټرمپ ته له جمهوري غوښتونکي ګونده یوازې یوه سناتور، مت رومني مخالفه رایه ورکړه.

مت رومني د امریکا په تاریخ کې لومړی سناتور دی چې د خپل ګوند د ولسمشر د استیضاح په پلوي یې رایه ورکړې ده.

د ولسمشر د صلاحیت په اړه د قانون د بلې مادې پردې بند هم چې کانګرس یې ګمراه کړی، رایې واخیستل شوې او ۵۳ د ۴۷ په وړاندې رایې واچول شوې.

په دې ډول ټرمپ په دوهم مورد کې هم بري شو.

د امریکا د کانګرس د استازو مجلس د ډیموکراتانو په لاس کې دی.

د استازو مجلس په ډېسېمبر کې، له قدرته د سو استفادې او د کانګرس د ګمراه کولو په تور د ولسمشر ټرمپ د استیضاح پرېکړه وکړه.

د کانګرس په استازو مجلس کې وویل شول چې ډونالډ ټرمپ د اوکراین پر ولسمشر ولادیمیر زېلنسکې فشار راوستی و چې په اوکراین کې د هغه د سیاسي رقیب، جوبایدن د زوی هنټر بایدن د کار په اړه څېړنه وکړه.

پر ټرمپ تور پورې شوی و چې له اوکراین سره د امریکا د پوځي مرستو ادامه یې له دې څېړنې سره تړلې وه.

داسې ګڼل کېږې چې جوبایدن به د نومبر په میاشت کې د امریکا په ټاکنو کې له ډیموکرات ګونده د ټرمپ اساسي رقیب کاندید وي.

سره له دې چې د اکثریت دیموکراتانو په استازو مجلس کې د ټرمپ د استیضاح په ملاتړ پرېکړه شوې وه خو د امریکا د ولسمشر د استیضاح په اړه وروستۍ خبره سنا کوي.

د سنا مجلس هغه ته برائت ورکړ او ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې پاتې شو.

ډونالډ ټرمپ مکرراً پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي او د ډیموکراتانو له لوري یې دسیسه بللي دي.

خو په سنا کې د ډیموکرات ګوند پېژندل شوي غړي چک شومر ویلي چې د سنا پرېکړه بې مفهومه او د یوې غیرمنصفانه پروسې پایله وه.