له طالبانو جلا شوې ډله بېرته یوځای کېدل ردوي

ملا عبدالمنان نیازی د ملا رسول په مشرۍ د طالبانو د جلا شوې ډلې مرستیال

د ملا عبدالمنان نیازي په مشرۍ ډلې له اصلي طالبانو سره د دې ډلې د یوځای کېدو خبر رد کړی دی.

ملا نیازی د ملا رسول په مشرۍ د طالبانو د هغې ډلې مرستیال و چې شاوخوا ۴ کاله مخکې د طالبانو له اصلي ډلې څخه جلا شوه.

له دې مخکې ځینو رسنیو راپور ورکړی و چې له طالبانو څخه دې بېلې شوې ډلې د چهارشنبې په ورځ، په کوټه کې ملا هبت‌الله ته بیعت وکړ او هغه‌یې د طالبانو د مشر په توګه ومانه.

عبدالمنان نیازي نن ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو له اصلي ډلې سره د دوی د یوځای کېدو خبر د پاکستان تبلیغ دی.

ښاغلی نیازی وايي: "څو محدود کسان چې پاکستانیانو دوه ورځې مخکې په پاکستان کې د عالي شورا په نوم راټول کړي وو چې ګنې د ملا هبت‌الله له طالبانو سره یوځای شوي دي، هسې پروپاګند دی. پاکستان دا کار د خپلو هغو مزدورانو د روحیې د لوړولو لپاره کوي چې په قطر او پاکستان کې یې لري."

ښاغلی نیازی وايي چې د دوی پخوانی مشر ملا رسول په پاکستان کې بندي دی.

د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر د مړینې د خبر له خپرېدو وروسته د دې ډلې په لیکو کې اختلافونه رابرسېره شول.