ولسمشر غني د کاسا زر پروژې د بنسټ ډبره کېښوده

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کاسا زر پروژې د بنسټ ایښودنې پر مهال.

ولسمشر اشرف غني نن د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د کاسا زر پروژې د بنسټ ډبره کېښوده.

دا هغه پروژه ده چې له قرغزستان او تاجکستان څخه د ۵۰۰ کیلو ولټه برښنا مزي د افغانستان له لارې تر پاکستان پورې تمدیدوي.

د افغانستان د برښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي نن ازادي راډیو ته وویل چې د دې پروژې د رغونې چارې په سلو کې شاوخوا ۳۵ پر مخ تللې دي.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې چې نن سهار خپره شوه کاسا زر یوه لویه پرمختیايي پروژه بللې او وايي چې د دې دهلېز له بشپړېدو سره به په سیمه کې اقتصادي تعاملات نور هم پراخ شي.

تمه ده چې د دې پروژې له بشپړېدو سره به افغانستان د کال ۳۰۰ مېګاواټه برښنا او ۴۵ میلیونه ډالر عاید ترلاسه کړي.