پر ادلب د حملو په اړه له روسیې د ترکیې غوښتنه

د سوریې ادلب سیمه

ترکیې له روسیې غوښتي دي چې د سوریې په ادلب ولایت کې د سوري ځواکونو د حملو په سمدستي بندولو کې مرسته وکړي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو نن د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د څرګندونو پر مهال وویل چې ترکیه باید له روسیې سره ګډ کار وکړي څو په ادلب کې چې په سوریه کې د یاغي ډلو وروستی سنګر دی، روانې ستونزې پای ته ورسوي.

د فبروري په درېیمه په ادلب کې د سوریې د دولتي ځواکونو په برید کې د اتو ترکي پوځيانو له وژل کېدو وروسته ولسمشر رجب طیب اردوغان ګواښ وکړ چې که سوري ځواکونه د میاشتې تر پایه له ادلب څخه ونه‌وځي، نو ترکیه به‌یې وباسي.

چاووش اوغلو هم په خپلو نننیو څرګندونو کې وویل چې د روسیې یو پلاوی به ترکیې ته ولاړ شي څو د ادلب پر مسایلو بحث وکړي او د اړتیا په صورت کې به اردوغان د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره هم وګوري.