د امریکا سنا ډونالد ټرمپ ته برائت ورکړ

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا په سنا کې برلاسه جمهوري غوښتونکو ولسمشر ډونالد ټرمپ ته پرون د استیضاح په محاکمه کې له دواړو تورونو څخه برائت ورکړ.

له واک څخه د ناوړه استفادې په برخه کې ۵۲ سناتورانو د ولسمشر له استیضاح سره مخالفت وکړ او ۴۸ د هغه د استیضاح غوښتنه وکړه.

په دوهمه مسئله کې چې د کانګرس د تحقیقاتو په وړاندې یې خنډ جوړ کړی دی، ۵۳ سناتورانو د استیضاح په مخالفت رایه ورکړه او ۴۷ موافقه رایه وکاروله.

د ټرمپ د استیضاح لپاره د سنا له درېیو د دوو برخو موافقه ضروري وه او دې لږ امکان درلود ځکه چې د سنا له ۱۰۰ څوکیو ۵۳ د جمهوري غوښتونکي دي.

د امریکا په تاريخ کې دا درېیم ځل دی چې د استازو جرګه د ولسمشر له استیضاح سره موافقه کوي او موضوع سنا ته راجع کېږي.

په درې سره مواردو کې ولسمشر په سنا کې برائت ترلاسه کړی.