په افغان سوله کې پر سیمه‌ییزې اجماع د یوناما ټینګار

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی تدامیچي یامامتو د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت له وزیر عبدالسلام رحیمي سره د لیدنې پر مهال.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي په افغان سوله کې پر سیمه‌ییزې اجماع تأکید وکړ او د ګاونډیانو ونډه‌یې په دې برخه کې مهمه وبلله.

تدامیچي یاماموتو پرون په کابل کې د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت له وزیر عبدالسلام رحیمي سره د غونډې پر مهال دا خبره وکړه.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیه انوري ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلي رحیمي د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ته د خبرو پر مهال ټینګار وکړ چې د سولې تر خبرو مخکې باید شخړې خمې شي.

هغې زیاته کړه: "ښاغلي رحیمي د افغانستان د سولې په برخه کې د یوناما پر مثبت نقش تأکید وکړ، همداراز د سولې د پروسې پر څرنګوالي او هغو مسایلو خبرې وشوې چې اوس روانې دي، همدارنګه نوموړي د تاوتریخوالي پر درېدو چې د افغانستان د خلکو غوښتنه ده یو ځل بیا تأکید وکړ."

د افغانستان حکومت له طالبانو سره د سولې لپاره پر اوربند ټینګار کوي، طالبانو دا وړاندیز رد کړی دی.

دوی دا هم ویلي دي چې د دوی په وینا د کابل له حکومت سره خبرو ته چمتو نه‌دي.