په زابل او کندز کې د سولې ولسي حرکت غونډې

د سولې ولسي حرکت یو شمېر غړي.

د سولې ولسي حرکت نن په دوو ولایتونو کې غونډې لري.

د دې حرکت ویاند بسم‌الله وطندوست ازادي راډيو ته وویل: "نن په زابل او کندز کې د سولې ولسي حرکت غړي په سیمه کې له مشرانو، دیني عالمانو او د سیمې له نورو خلکو سره غونډې کوي، د جمعې په ورځ په دواړو ولایتونو کې لاریونونه کېږي، د لاریونونو برخه‌وال به غږ تر نړیوالو رسوي، دوی به د جګړې له ښکېلو اړخونو سوله او اوربند غواړي."

د سولې ولسي حرکت په لسګونه ملاتړو پرون د بغلان په مرکز پلخمري کې غونډه وکړه او ویې‌ویل چې له کندز نه بیا بدخشان ته هم ځي.