د امریکا سنا جرګه به نن د استیضاح محکمه کې ټرمپ ته برائت ورکړي

د امریکا سنا جرګه

ټاکل شوې چې د امریکا سنا جرګه نن ډونالد ټرمپ ته د استیضاح په محکمه کې برائت ورکړي.

د امریکا په سنا جرګه کې جمهوري غوښتونکي اکثریت دي.

په سنا کې د ښاغلي ټرمپ د استیضاح د محاکمې په وروستي بهیر کې نن د امریکا په وخت د مازیګر په څلورو بجو سناتوران رایه ورکوي چې افغانستان کې به نیمه شپه وي.

په ښاغلي ټرمپ تور پورې دی چې له واکه‌یې ناوړه ګټه اخیستې او د کانګرس د کار مخه‌یې نیولې.

له رأی ورکونې وړاندې به د امریکا د استازو جرګې ۷ کسیز پلاوی په سنا جرګه کې د ښاغلي ټرمپ د تورونو صورت‌الدعوا وړاندې کړي.

د استیضاح د پلاوي مشر ادم شیف

د استیضاح د پلاوي مشر ادم شیف بیا د ډونالد ټرمپ پر محکومېدو ټینګار کړی او ویلي یې و چې ښاغلی ټرمپ له اخلاقي محدودې وتلی سړی دی.

شیف ویلي په ټرمپ دا باور نه‌شي کېدای چې کوم ښه کار دې وکړي.

ښاغلي ټرمپ تېره ورځ کانګرس ته په خپلې څه باندې یو ساعته وینا کې د استیضاح پر موضوع هېڅ خبرې ونه‌کړې، خو له دې وړاندې یې دا کار د شرم وړ او مسخره بللی دی.

د هغه د خبرو ډېره برخه په اقتصادي لاسته راوړنو څرخېده.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ کانګرس ته د کلنۍ وینا پر مهال.

د ولسمشر ټرمپ جمهوریت غوښتونکو مدافع وکیلانو پر ده لګول شوي تورونه سیاسي، تحریک شوي او بې‌رحمانه بللي دي.

د سپینې ماڼۍ سلاکار پټ کیپولون ویلي، ولسمشر ټرمپ هېڅ خراب کار نه‌دی کړی.

نوموړي د استازو جرګې له‌خوا د ولسمشر استیضاح (سیاسي او خرافاتي) کار بللی دی.

د استازو جرګې ډیموکراتو غړو نږدې دوه میاشتې وړاندې ډونالد ټرمپ استیضاح کړ.

پر ټرمپ دا تور هم دی چې د اوکراین له ولسمشر نه‌یې غوښتي چې د جوبایډن او د هغه د زوی په اړه پلټنه وکړي، جوبایډن په راتلونکو ټاکنو کې د ښاغلي ټرمپ نږدې سیال بلل کېږي.

په راتلونکو ټاکنو کې د ټرمپ نږدې سیال جوبایډن

د امریکا په تاریخ کې دا درېیم ولسمشر دی چې استیضاح کېږي، پخوانیو دوو هغو برائت اخیستی او نن د ده برائت هم نږدې یقیني دی.