د کرونا له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۴۹۰ ته رسېدلی

په چین کې په کرونا اخته کسان امبولانس کې د لېږدولو پر مهال.

د کرونا ویروس له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۴۹۰ ته رسېدلی.

په دې وژونکي ویروس د اخته شویو خلکو شمېر هم تر پرونه څه باندې ۲۴ زره تنه ښودل شوی.

د چین د روغتیا ملي کمېسیون هره ورځ د کرونا ویروس د تلفاتو او په دې ویروس د اخته کسانو شمېر خپروي او پاسني ارقام‌یې پرون ناوخته خپاره کړي.

یوازې په هوبای کې چې د کرونا ویروس ترې پیل شوی پرون ۶۵ کسان مړه شوي چې دا په یوه ورځ کې د ویروس له امله د مړو تر ټولو لوړ رقم دی.

د کرونا ویروس نږدې ټول اخته کسان او تلفات په چین کې دي، خو اوس چې دا ویروس د نړۍ نورو هېوادونو ته هم انتقال شوی ورځ تر بلې په ویروس د اخته کسانو قضیې په نورو هېوادونو کې هم ثبتېږي.

نن چهارشنبه جاپان ته په لار د یوې کښتۍ له شاوخوا درې زرو مسافرو لږ تر لږه په ۱۰ کسانو کې د کرونا ویروس تأیید شوی دی.

د کرونا ویروس په خاطر د روغتیا نړیوال سازمان بېړنی وضعیت اعلان کړی او چین او نور هېوادونه هڅه کوي چې د دې وېروس د زیات پراخېدو مخه ونیسي.