ټرمپ به کانګرس ته کلنۍ وینا کې څه ووايي؟

ټرمپ کانګرس کې د خبرو پرمهال- ارشیف. 05Feb2019

ټاکل شوې نن (سه شنبې) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دې هیواد د کانګرس دواړو جرګو ته کلنۍ وینا وکړي.

ویل کېږي چې نوموړی به یو وار بیا کانګرس او د امریکا ویشلي ملت ته د یووالي پیغام ورکړي.

یو کال مخکې د کانګرس دواړو جرګو ته د ولسمشر ټرمپ وینا د حکومتي ادارو اوږدې پرچاوی ځنډولې وه.

هغه مهال د ولسمشر هغه پلان چې غوښتل یې د مکسیکو سره پر پوله دیوال جوړ کړي او د دې لپاره بودجه غوښته په کانګرس ترخې ناندرۍ رامنځ ته کړې وې.

خو کله چې بلاخره ولسمشر ټرمپ وینا وکړه نو په کې یې د همکاریو د یو نوي عصر غوښتنه وکړه.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

ولسمشر ټرمپ تېر کال په خپله وینا کې کانګرس ته وویل: "موږ باید د غچ، مقاومت او غبرګون سیاست رد کړو، او د همکارۍ، جوړجاړي او شریکې ښیګڼې بې پایه امکان وکاروو."

کانګرس ته د ولسمشر ټرمپ سږنۍ وینا د ولسمشرۍ د ټاکنو پر کال ده او له هغې یوه ورځ وروسته ده چې د ډیموکراټانو تر منځ د هغه کس د ټاکلو لپاره وروستۍ سیالي پیل شوې، څوک به چې له ولسمشر ټرمپ سره د نومبر د میاشتې د اتمې نیټې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې سیالي کوي.

ولسمشر ټرمپ به نن د امریکا د استازو هغې جرګې ته وینا وکړي چې ډیموکراټان په کې اکثریت دی او په ډېسېمبر میاشت کې یې د ولسمشر ټرمپ د استیضاح دوه مادې تصویب کړي.

همدارنګه د امریکا د هغې سنا غړي به هم وي چې جمهوري غوښتونکي یې اکثریت دی او غواړي چې له دې وینا یوه ورځ ورسته، دې جمهوري غوښتونکی ولسمشر ته له دې تورونو برات ورکړي.

د ټرمپ یوې خواته به د امریکا د استازو د جرګې مشره نانسي پلوسي ناسته وي، چې ویل کېږي د اکټوبر میاشتې راهېسې دواړو خپلو کې خبرې نه دي کړي او همدارنګه مرستیال ولسمشر مایک پینس به یې هم تر څنګ وي.

ټرمپ اکټوبر کې کانګرس کې د وینا پرمهال چې شاته یې پلوسي او مایک پینس ناست دي.

څارونکي دا احتمال هم نه ردوي چې ولسمشر ټرمپ به ښايي له دې فرصت څخه د نانسې پلوسي او نورو هغو پر ضد هم کار واخلي چې د اوکراین له ولسمشر سره د ټرمپ د ټېلیفوني خبرو په قضیه کې د هغه د استضاح غوښتنه کوي.

که څه هم ولسمشر ټرمپ د امریکا په استازو جرګه دده استیضاح پرېکړه په څرګنده د "شیشکو ښکار" بللی خو د یکشنبې په ورځ یې خبریالانو ته وویل دا به په دې وینا کې ډیر مثبت پیغام ورکړي.

ښايي نوموړي په وینا کې د اقتصادي پیاوړتیا، د بې کارۍ په ټیټې کچې او له مکسیکو، کاناډا او چین سره پر سوداګریزو معاملو خبرې وکړي.

نوموړی به د ملي امنیت پر مسلو هم خبرې وکړي او ښايي د ایران د قدس ځواک د جنرال قاسم سلېماني وژل د امریکايي ګټو د ساتلو د بیلګې په توګه یاد کړي.

ټرمپ به پر روغتیايي بیمې او نورو ټولنیزو مسلو هم څرګندونې وکړي.

په غونډه کې به د امریکا د کانګرس د غړیو سربېره د کابینې او د امریکا د سترې محکمې غړي هم ګډون ولري.