کابل کې د 'کرونا ویروس' د کنټرول څانګه پرانیستل شوه

د عامې روغتیا وزارت وايي، هڅه کوي چې افغانستان ته د دغه ویروس د راتګ مخه ونیسي، خو د مخنیوي په اړه‌یې بشپړ ډاډ نه‌شي ورکولای.

د کابل په افغان-جاپان روغتون کې د "کرونا ویروس" د احتمالي پېښو د کنټرول لپاره ځانګړې څانګه پرانیستل شوه.

که څه هم د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، تر اوسه په افغانستان کې د کرونا ویروس کومه پېښه نه‌ده ثبت شوې، خو د احتمالي پېښو د کنټرول لپاره تدابیر نیول شوي دي.

دغه وزارت د سې شنبه په ورځ «۱۳۹۸ کال د سلواغې ۱۵» د کابل په افغان-جاپان روغتون کې د دغه ویروس د احتمالي پېښو د کنټرول لپاره یو ۱۰۰ بستریزه څانګه پرانیستله.

د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز د سې شنبې په ورځ د دغه څانګې د پرانیستلو پر مهال خبریالانو ته وویل، که اړتیا ولیدل شوه دا څانګه به پراخه شي.

هغه زیاته کړه: "دا برخه د هغو ناروغانو لپاره ده چې تشخیص شي چې کرونا ویروس لري، هغه کسان چې د ویروس شک پرې کېږي موږ د قرنطین لپاره جلا ځای جوړ کړی دی او دا ځای یوازې هغو کسانو ته دی چې دا ویروس په‌کې تشخیص شوی وي، دا ناروغان به همدلته ساتل کېږي ځکه بهر لېږدول‌یې د ویروس د خپرېدو ګواښ پېښوي."

دغې څانګې ته ۲۰ متخصص ډاکتران او ۳۰ روغتیايي کارکوونکي "نرسان" مؤظف شوي دي.

د یادې څانګې د جوړولو لپاره د نړیوال روغتیايي سازمان او جاپان هېواد له‌خوا ۵۰ میلیونه افغانۍ مرسته شوې ده.

د عامې روغتیا وزیر وايي، ډېر ژر به د ننګرهار، هرات او مزار شریف په روغتونونو کې هم د دغه ویروس د احتمالي پېښو د کنټرول لپاره ځانګړې څانګې جوړې شي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، دوی هڅه کوي چې افغانستان ته د دغه ویروس د راتګ مخه ونیسي، خو د مخنیوي په اړه‌یې بشپړ ډاډ نه‌شي ورکولای.

د راپورونو پر بنسټ تر دې دمه په چین کې نږدې ۲۱ زره کسان په کرونا ویروس اخته شوي او له ۴۰۰ زیات مړه شوي دي.

د چین ترڅنګ په یو شمېر نورو هېوادونو کې هم په دغه ویروس اخته کسان پېژندل شوي دي.

د یادونې ده چې د چین په ووهان ښار کې چېرې چې دا ویروس ګډ دی ۴۱ افغان محصلان او د دوی کورنۍ ژوند کوي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، هیله‌من دي چې راتلونکې اوونۍ له چینه دغه افغان محصلین هېواد ته راولېږدوي.