بشر حقونو کمېسیون: ۲۰۱۹ د ملکيانو لپار یو خونړی کال و

ارشیف

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وايي، ۲۰۱۹ میلادي کال په افغانستان کې د ملکي خلکو لپاره د نورو کلونو په پرتله ډېر خونړی کال و.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسون، نن خپل کلنی راپور خپور کړ او ویې‌ویل چې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې په افغانستان کې تر ۱۰ زره زیات ملکي افغانان وژل شوي او زخمي شوي دي.

په راپور کې ویل شوي چې د کال په وروستیو درېیو میاشتو کې د تشدد اندازه کمه شوې وه.

د بشر حقونو خپلواک کمېسون په وینا، په افغانستان کې تېر کال ملکي خلکو ته ډېر تاوان د وسله‌والو طالبانو په حملو کې رسېدلی دی.

وسله‌والو طالبانو په دې اړه خبرې نه‌دي کړي.