د کرونا ویروس د خپرېدو له امله چین ته د جلغوزیو صادرات درېدلي

ارشیف، کابل کې د جلغوزیو د پروسس فابریکه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، چین ته د جلغوزیو صادرات تر یو وخته پورې درول شوي دي.

د دغې خونې ویاند جان اقا نوید نن ازادي راډيو ته وویل، هغه هوايي شرکتونه چې چین ته د افغانستان صادرات لېږدوي، د کرونا ویروس د خپراوي له امله‌یې خپل پروازونه ځنډولي دي.

هغه زیاته کړه: "د ترکش الوتکو چې زموږ هوايي کارګو انتقالوله، ویلي چې خپل پروازونه‌یې ځنډولي دي، زموږ زیات هوايي صادرات د ترکش ایر په وسیله ترسره کېږي."

ښاغلی نوید زیاتوي، د اړتیا په صورت کې سوداګر کولای شي چې چین ته د ځمکنیو دهلېزونو له لارې صادرات وکړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی اندېښنه څرګندوي او وايي، که وضعیت همداسې دوام وکړي، چین سره به د دغه هېواد په سوداګریزو راکړو ورکړو، منفي اغېز ولري.

د نوموړي په وینا د چین په بندرونو کې په مالونو محدودیت او کنټرول جدي شوی.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو پر بنسټ په کلني ډول د افغانستان او چین ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه، یو میلیارد او ۵۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي.