اطلاعاتو ته د لاسرسي د محدودیت په اړه د ۳۰ رسنیو اعتراض

اعتراض کوونکې رسنۍ

د افغانستان ۳۰ رسنیو په یوه سرخلاصي لیک کې د حکومت له لوري اطلاعاتو ته د لاسرسي د محدودیت په اړه اعتراض وکړ.

په دې لیک کې دغو رسنیو اطلاعاتو ته د لاسرسي د وضعیت له بدتر کېدو اندېښنه شودلې او ویلي دي چې افغانستان په وروستیو کلونو کې په دې برخه کې شاتګ درلود.

په لیک کې راغلي: "سره له دې چې افغانستان د خبریالانو لپاره په نړۍ کې یو له خطرناکو هېوادونو دی، د افغانستان رسنۍ په سیمه کې له ازادو رسنیو وې، خو اطلاعاتو ته د لاسرسي په وړاندې ننګونې دغه لاسته راوړنې له خطر سره مخ کوي."

دغو رسنیو په خپل لیک کې د سترې محکمې، لویې څارنوالۍ، ملي امنیت، ملي تدارکاتو ادارې، د ولسمشر دفتر، بهرنیو چارو وزارت، مالیې وزارت، د افغانستان بانک، کورنیو چارو وزارت او عامې روغتیا وزارت په څېر دولتي بنسټونه له ډېرو تړلو ادارو بللي دي.

په پای کې دغو رسنیو له افغان دولت، نړیوالې ټولنې او د رسنیو له ملاتړ ادارو غوښتي چې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق د ټینګښت په برخه کې جدي ګامونه واخلي.

افغان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.