د ترکي او سوري ځواکونو په ډزو کې له ۲۰ زیات کسان وژل شوي

د سوریې او ترکیې ترمنځ سیمه

د سوریې په شمال لوېدیځ کې ترکي او سوري ځواکونو خپلو کې ډزې تبادله کړي چې په‌کې تر ۲۰ د زیاتو کسانو د وژل کېدو راپور ورکړل شوی.

له دې سره د مسکو او انقرې ترمنځ اړیکو کې هم په سوریه کې د اپوزېسون د وروستي مورچل ادلب پر سر ترینګلتیا زیاته شوې ده.

د ترکیې دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ وویل، د شپې له‌خوا د سوریې په ادلب کې د سوریې د حکومتي ځواکونو د توپونو په ډزو ۵ ترکي سرتېري او درې ملکیان وژل شوي.

د ترکیې دفاع وزیر هولوسي اکار ویلي، د ترکیې پوځ هم په ځوابي برید کې ۵۴ هدفونه ویشتي دي.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، د ترکیې د توپونو په ډزو په لاذقیه، ادلب او حما ولایتونو کې ۱۳ سوري سرتېري وژل شوي.

ترکیه او روسیه چې د سوریې په کړکېچ کې د مخالفو لورو ملاتړ کوي، په ادلب کې د تاوتریخوالي په بندولو هوکړه کړې وه، خو له دې هوکړې پرله‌پسې سرغړاوی شوی دی.

په سَوونو زره خلک په دې ولایت کې د سوریې د پوځ له عملیاتو تښتېدلي او ډېر یې د ترکیې د پولې خواته نږدې کېږي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان مسکو ته خبرداری ورکړی چې د توپونو د ډزو په مسئله کې له دمشق سره د انقرې له چلند ځان لیرې وساتي او په وینا یې د ترکیې په لاره کې دې نه‌درېږي.
د روسیې د دفاع وزارت ویلي، ترکي ځواکونه وروسته له هغې تر برید لاندې راغلل چې دوی په ادلب کې په خوندي سیمه کې پرته له دې چې روسي لوری خبر کړي وړاندې ولاړل.