انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د شکایتونو په اړه وروستۍ پرېکړه اعلانوي

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ویاند او کمېشنر محمد قاسم الیاسي

د افغانستان انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي سبا به د ولسمشرۍ د انتخاباتو د لومړنیو نتایجو تر اعلان وروسته پر شویو شکایتونو خپلې وروستۍ پرېکړې اعلان کړي.

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ویاند او منشي محمد قاسم الیاسي پرون په کابل کې خبریالانو ته وویل په دې کمېسیون کې په سلو کې ۵۰ استېنافي او استثنايي قضیو ته رسېدنه شوې او نور به هم په راتلونکو ورځو کې بشپړ شي.

د نوموړي په وینا ډېری له دې پرېکړو د ۳۰۰ زره لانجمنو رایو په اړه دي چې د کمېشنرانو له‌خوا یې په اړه د انتخاباتي کړنلارو، لوایحو او تخنیکي مسئلو په چوکاټ کې پرېکړې شوي.

ښاغلي الیاسي د شویو پرېکړو جزئیات په ډاګه نه‌کړل، خو ټینګار یې وکړ چې پرېکړې به‌یې د خلکو او انتخاباتي ټکټونو لپاره د منلو وړ وي.

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ویاند وویل، د چهارشنبې په ورځ به په یوه خبري غونډه کې د دې کمېسیون د پرېکړو ټول جزئیات له خلکو سره شریک کړي.

د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو لومړني نتایج د مرغومې میاشتې په لومړۍ نېټه اعلان شول، خو د وروستیو نتایجو اعلان‌یې لا هم ځنډېدلی چې لامل‌یې په دې برخه کې د شویو شکایتونو د څېړنې اوږده او پېچلې پروسه بلل شوې.