د کونړ د سید جمال‌الدین پوهنتون محصلینو لپاره لیلیه جوړېږي

د سیدجمال‌الدین پوهنتون د لیلیې ودانۍ چې ۵۰ سلنه چارې یې بشپړې شوې دي.

د کونړ د سید جمال‌الدین افغان په پوهنتون کې د محصلینو لپاره په شپږو پوړونو کې د څه د پاسه ۱۵۲ میلیونه افغانیو په لګښت د لیليې ودانۍ جوړېږي.

​د سید جمال‌الدین افغان پوهنتون چې د کونړ په مرکز اسعداباد کې موقعیت لري، ګڼ محصلین‌یې په کرایي خونو کې اوسېږي.

د کونړ مرستیال والي ډاکتر ګل محمد بیدار د نوې جوړیدونکې ودانۍ د ځانګړتیاوو او پرې د کېدونکي لګښت په اړه د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "د پوهنتون لیلیې چارې له ۵۰ سلنه زیاتې بشپړې شوي، د لیليې دننه به جومات او روغتیايي مرکز هم وي، د سپورټ لپاره جمنازیوم هم جوړېږي، یعنې په ډېر سټنډرډ شکل جوړېږي چې په یو وخت کې به په‌کې ۲۰۰۰ محصلین اوسېدای شي."

مرستیال والي زیاته کړه دغه ودانې به ۱۴۲ خونې ولري چې په څلورو یا پنځو میاشتو کې به‌یې د جوړېدو چارې بشپړې شي.

د سید جمال‌الدین افغان پوهنتون پوره ۱۰ کاله وړاندې جوړ شوی او ۵ پوهنځي لري چې په‌کې ۴۵۰۰ محصلین په زده‌کړو بوخت دي.