پامپیو منځنۍ اسیا ته د روسیې او چین د نفوذ مقابل کې ملاتړ څرګندوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په منځنۍ اسیا کې دی څو د یادې سیمې له هېوادونو د روسیې او چین د نفوذ په مقابل کې د امریکا ملاتړ څرګند کړي.

ښاغلی پامپیو له څو ورځو راهیسې د منځنۍ اسیا پنځو هېوادونو ته په سفر وتلی چې تقریباً د ټولو هېوادونو له مشرانو سره‌یې لیدنې هم شوي او نن د ازبکستان له چارواکو سره خبرې کوي.

مایک پامپيو به په دغو لیدنو کې د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیایف او د منځنۍ اسیا هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره خبرې وکړي.

ازبکستان ته تر تلو مخکې هغه د قزاقستان په پلازمېنه نورسلطان کې و او د قزاقستان له جمهور رئیس قاسم جومارت توقایف او مخکېني جمهور رئیس نورسلطان نظربایف سره ولیدل. پمپيو له هغه څه چې ده رښتینی پرمختګ وباله د قزاقستان هڅې وستایلې او ویې‌ویل چې د ولسمشر قاسم جومارت توقایف په دوره کې د قزاقستان وضعه بدله شوې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو او د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایف

ښاغلی پامپیو زیاتوي: " موږ په قزاقستان کې واقعي پرمختګ کتلی دی. موږ لیدلي چې د قزاقستان نوي حکومت ښه تغییرات راوستي دي. تاسو ګورئ کله چې د امریکا سوداګري پراخېږي شرایط ښه کېږي او واقعي اصلاحات راځي."

واشنګټن له تېلو ډک قزاقستان ته په منځني اسیا کې د روسیې په درنوالي ګوري او د امریکا د تېلو شرکتونو په کسپین سمندرګي کې د تېلو په کاروبار میلیاردونه ډالره پانګونه کړې ده.

پامپیو په قزاقستان کې د خپلې وینا پر مهال یادونه وکړه چې امریکا غواړي د منځنۍ اسیا هر هېواد خپلواکه وي او ملي حاکمیت ولري، نه دا چې په سیمه کې په کوم بل هېواد پورې تړلی وي.

چین او روسیه دواړه په منځنۍ اسیا کې د خپل نفوذ د پراختیا په لټه کې دي.

مایک پامپيو د ازادې اروپا/ ازادي راډيو له قزاقي څانګې سره په نورسلطان ښار کې د مرکې پر مهال له قزاقستان څخه وغوښتل چې د چین په شینجن کې د لږکیو اویغور مسلمانانو په وړاندې د چین حکومت د چلند په مقابل کې د واشنګټن د دریځ ملاتړ وکړي.

مایک پامپيو د ازادې اروپا/ ازادي راډيو له قزاقي څانګې سره په نورسلطان ښار کې د مرکې پر مهال.

چین په سوداګریزو چارو کې د منځنۍ اسیا د هېوادونو له عمده شریکانو دی او د قزاقستان د حکومت تر کنټرول لاندې رسنۍ ډېری د شینجن د جبري کمپونو په اړه راپورونه نه‌خپروي.

د چین حکومت په شمال‌غربي شینجن سیمه کې لږکي اویغور مسلمانان، قزاقان او نورې پاړکۍ تر فشار لاندې راوستي او په جبري کمپونو کې یې ایسار کړي دي.