تېره میلادي میاشت ملکي تلفاتو اندېښنې رامنځته کړي

بلخ کې تېره اوونۍ د هوايي برید له امله ۶ کسان چې ماشومان او ښځې په کې وې و وژل شول چې په اړه یې څیړنې روانې دي.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د ۲۰۲۰ میلادي کال د لومړۍ میاشتې ملکي تلفاتو اندېښمن کړي.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وايي، په داسې حال کې چې د تیر ۲۰۱۹ میلادي کال په وروستیو درېو میاشتو کې د ملکي تلفاتو کچه د پام وړ راکمه شوې وه خو د ۲۰۲۰ میلادي کال په لومړۍ میاشت کې ملکي کسانو ته مرک ژوبله د ژورې اندېښنې وړ ده.

د دې کمېسیون ویاند شکرالله مشکور د یک شنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل.

هغه زیاته کړه: "د تیر میلادي کال په ورستیو میاشتو کې د ملکي تلفاتو کچه کمه وه خو د روان کال په لومړي میاشت کې د کورنیو جګړو او هوايي بریدونو له کبله ملکي تلفاتو په اړه ژوره اندېښنه لرو او په دې تړاو به موږ تر راتلونکو دوو ورځو پورې له رسنیو سره خپلې ورستي موندنې شریکې کړو."

ښاغلي مشکور دا جزیات هم ورنه کړل چې دا تلفات ملکیانو ته د جګړې د کومې لوري له خوا ډېر اوښتي دي.

خو د نوموړي په خبره، د حکومتي ځواکونو او دغه شان د نړیوالو ځواکونو په عملیاتو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله د حکومت او خلکو تر منځ واټن زیاتوي او د نظام مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي.

د افغانستان دبشرد حقونو خپلواک کمېسیون په داسې حال کې دغه اندېښنې څرګنده وي چې د یو شمېر راپورنو پر بنسټ د روانې لمریزې میاشتې په ۱۱ مه نېټه د بادغیس به مقر ولسوالۍ کې د هوايي برید له امله د یوې کورنۍ درې غړي چې دوه ماشومان او یوه ښځه هم په کې شامل وه وژل شول چې ځايي چارواکو بیا دغه پېښه یوه بمې چاودنه یاده کړه.

دغه شان د کندز د ځایي چارواکو په تایید په کندز ولایت کې د تېرې پنجشنبې پرمازدیګر په یو هوایي برید کې د دوو ښځو او دوو ماشومانو په ګډون څلور تنه ووژل شول.

ها خوا بیا په بلخ کې هم د روانې لمریزې میاشتې په ۶ مه نېټه د ۲۰۹ شاهین قول اردو اړوند هوايي ځواکونو په یو هوايی برید کې درې ښځې او درې ماشومان وژل شوي دي چې د ځایي چارواکو په وینا د پیښې د څرنګوالي په اړه څیرنې روانې دي.

دغه شان د طالبانو له خوا هم په بیلابیلو بریدونو کې د ملکي تلفاتو راپورونه ورکړل شوي دي.

د ملکیانو دغو وژنو د خلکو پراخ غبرګنونه هم له ځانه سره درلودل.

د افغانستان د دفاع وزارت بیا وايي د افغان ځواکونو له خوا د شویو بریدونو په اړه چې ملکیانو ته په کې تلفات اوښتي څېړنه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې مخکې تر دې هم د افغان ځواکونو د هغو عملیاتو په اړه چې ملکیانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتي د څېړنو خبره شوې خو نتیجه یې له خلکو او رسنیو سره نه ده شریکه شوې.