پومپیو قزاقستان ته رسېدلی

پومپیو تر دې مخکې اوکراین او بیلاروس ته تللی و، او ټاکل شوې ده چې نن ماښام ازبکستان ته لاړ شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د پخواني شوروي اتحاد څلورو هېوادونو ته د سفر په لړ کې د قزاقستان پلازمېنې نورسلطان ته ورسېد.

قزاق چارواکي وايي پومپیو پرون ناوخته نورسلطان ته ورسېد او ټاکل شوې ده چې نن د قزاقستان له ولسمشر قاسم ژومارت توقایف او بهرنیو چارو وزیر مختار تیلي بیردي سره وویني.

ښاغلی پومپیو تر دې مخکې اوکراین او بیلاروس ته تللی و، او ټاکل شوې ده چې نن ماښام ازبکستان ته لاړ شي.

پومپیو په داسې حال کې د دغو هېوادونو له مشرانو سره د متحدو ایالاتونو ملاتړ څرګندوي چې په سیمه کې د نفوذ پر سر د امریکا او روسیې ترمنځ سیالي روانه ده.