چین کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمېر له ۳۰۰ کسانو اوښتی

د چین روغتیايي چارواکو نن سهار وویل، لږ تر لږه ۳۰۴ کسان په دې هېواد کې کرونا ویروس وژلي دي.

چین کې د کرونا په ویروس د مړو شمېر تر ۳۰۰ تنه واوښت.

دا په داسې حال کې ده چې ګڼو هېوادونو د لومړنیو قضیو راپور ورکړی او د دې ویروس د مخنیوي لپاره یې چین ته پر سفر بندیزونه لګولي دي.

د چین روغتیايي چارواکو نن سهار وویل، لږ تر لږه ۳۰۴ کسان په دې هېواد کې کرونا ویروس وژلي دي.

دوی دغه راز وویل چې په دې ناروغۍ چې لومړی د هوبي ولایت په ووهان ښار کې خپرو شو، ۱۴ زره ۳۸۰ تنه اخته شوي دي.

له بلې خوا فلیپین نن وویل چې یو تن په دغه هېواد کې د کرونا په ویروس مړ شوی دی.

دا له چین څخه بهر په دې ویروس د یوه انسان د مړینې لومړنۍ پېښه ده.

روسیه، بریټانیا او سویډن هم د هغو هېوادونو په نوملړ کې شامل شول چې د کرونا ویروس قضیې یې تازه ثبت کړي دي.