پومپیو: امریکا له بيلاروس سره نږدې اړیکې غواړي

د امریکا د بهرنیو چارو  وزیر مایک پومپیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ویلي چې متحد ایالات له بیلاروس سره نږدې اړیکې غواړي خو منسک اړتیا نه لري چې د مسکو او واشنګټن ترمنځ د یوه اړخ ونیسي.

پومپیو پرون د بیلاروس په پلازمېنه منسک کې د هغه هېواد له جمهور رئيس الکساندر لوکاشینکا سره وکتل.

هغه وویل: "موږ پوهېږو تاسو ګاونډیان یاست تاسو ډېر ګډ تاریخ لری مسئله د دوو په منځ کې د یوه انتخاب نه ده موږ غواړو چې دلته ووسو تاسو به وګورئ موږ به دلته خپل ډيپلوماټیک ماموریت دوه برابره زیات کړو موږ به دلته سفیر ولرو. "

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په منسک کې د خبرو پر مهال وویل چې متحد ایالات غواړي چې په بېلاروس کې د خلکو د بشري حقونو وضعیت ښه شي اصلاحات راشي او له امریکا سره نږدې اقتصادي اړیکې ولري.

له ۱۹۹۴ میلادي کال راهیسې دا بیلاروس ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر لومړی سفر دی.

د جنورۍ له لومړۍ نېټې د روسیې حکومت په بېلاروس کې پر کارخانو ګاز بند کړی دی.

د بیلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکا وویل چې د انرژۍ د ترلاسه کولو لپاره پر نورو لارو له امریکا او یو شمېر اروپايي هېوادونو سره غږیدلی دی.