چارواکي: په کرونا ویروس د اخته کسانو د قرنطین لپاره ترتیبات نیول شوي

چارواکي وايي، په کرونا ویروس د اخته کسانو د قرنطین لپاره په دولتي روغتونو کې شرایط برابر شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په کرونا ویروس د اخته کسانو د قرنطین لپاره په دولتي روغتونو کې شرایط برابر شوي دي.

د عامې روغتیا په وزارت کې له کرونا ویروس سره د مبارزې د برخې مشر عطا الله سعیدزي پرون ازادي راډیوته وویل چې په افغانستان کې د کرونا ویروس هېڅ پېښه نه ده ثبت شوې.

عطالله سعیدزی وايي: "ډاکترانو ته معلومات ورکړل شوي چې څرنګه له داسې ناروغانو ځان وساتي، د کومکي تدواي ترتیبات هم لرو او که چېرې مرض افغانستان ته راغی بیا به نور ترتیبات هم ونیسو."

کرونا یو وژونکی ویروس دی چې د ډېسېمبر د میاشتې په نیمايي کې د چین په ووهان ښار کې خپور شو.

له هغه راهیسې تر دوه سوه زیات انسان په دې وېروس د اخته کېدو له امله مړه شوي دي.

یوازې په چین کې تر ۱۰ زره زیات وګړي په دې ویروس اخته شوي دي.

د نړۍ یو شمېر هېوادونو د دې وژونکي ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره چین ته پروازونه بند کړي او د خلکو پر تګ راتګ یې هم ممانعت لګولی دی.